IQNA

 په روژې مبارکې میاشتې کې فلسطینی بندیان لوږ تړ ته دوام ورکوي

16:27 - March 13, 2023
د خبر لمبر: 3487027
ایکنا-(تهران)د صهیونیسټ رژيم په بندونو کې فلسطینی بندیان په روژې مبارکې  میاشتې کې لوږ تړ ته تیاریږي.

ایکناد مصر د الیوم له قوله راپور راکوي، فلسطینیو بندیانو د هغو محدودونکو اقداماتو په غبرګون کې چې د صهیونیسټي رژيم له خوا ددوي لپاره په نظر کې نیوأ شوي دي،د دغه وحشي رژيم د زندانونو د چارواکو په وړاندې،ډله ایزې نافرمانۍ ته د پرله پسې شپږ ویشتمې ورځې لپاره دوام ورکوي.

د فلسطینیو بندیانو او پتمنو او کلبونو د چارو د کمیشن د اعلان په اساس،دغه نافرمانۍ اقدامات به دوام  ولري،ترهغه پورې چې،د روژې دمبارکې میاشتې په پیل کې بندیان لوږ تړ پیل کړي.

د فلسطینیو بندیانو لوږتړ د فلسطینیو بندیانو د لوړو چارو د کمیټې له خوا دترسره شوي پلانونې په لړ کې دی چې درستې فلسطینۍ ډلې پکې استازي لري.

فلسطیني بندیان د تیرې فرورۍ له څوارلسمې نیټې راهسې او د فلسطینیو  بندیانو په باب د صهونیسټي رژيم د داخلی امنتی دوزیر ایتمار بن ګویرد خوښې وړ  روَیو د اعمالیدا  د پیلیدا له اعلانه وروسته،خپل اقدامات د صهیونیسټي تیریګرو  کړچار ته په ځواب کې خپل اقدامات پیل کړي دي .

 https://iqna.ir/fa/news/4127492

captcha